راپورونه ښيي چې د کارته نو په سیمه کې شپږ پنجشیري ځوانان د یوې پوستې د تېرېدو پر مهال په ډزو وژل شوي، خو سرچینې وايي دوی وسله وال غله نه وو.د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ادعا کړې چې دوی په نښته کې وژل شوي، خو خپلوان وايي د موټر پر ګاز ډبې مرمۍ لګېدلې او اور یې اخیستی و.د کورنۍ د غړو په وینا، مړي په دې شرط وسپارل شول چې رسنیو ته به خبرې نه کوي، او پخوا هم ورته پېښې شوې دي.#افغانستان #کابل #پنجشیر #بشري_حقوق🌐

Author