د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف اعلان کړی، که هېواد یې د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه وټاکل شي، افغانستان ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی دی.
ښاغلي جباروف د ملګرو ملتونو مشرانو ته په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د بیشکک حکومت تل افغانانو ته بشري مرستې رسولې دي. هغه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ د دې هڅو یوه مهمه برخه وبلله.
د قرغیزستان ولسمشر همدارنګه په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې قرغیزستان په راتلونکو کلونو کې د امنیت شورا د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سخته سیالي کوي.
#قرغیزستان #افغانستان #ملګري\_ملتونه
🌐