د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، د هلمند ولایت د طالبانو تر کنټرول لاندې پر یوه زندان برید کړی دی. د طالبانو ضد دا ډله وايي چې په دغه برید کې له لاسي بم څخه کار اخیستل شوی دی.

دغې ډلې د دوشنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د دغه برید په پایله کې یو طالب جنګیالی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د افغانستان متحدې جبهې د زندان د دقیق موقعیت او یا د طالب جنګیاليو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په هلمند کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکو سرچینو هم نه دي توانیدلي چې دغه برید او د هغې له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله تایید کړي.

دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې متحدې جبهې په وروستیو ورځو کې د هلمند او کندهار په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو د څو نورو بریدونو ادعا هم کړې ده. دا ډله یو له هغو څو وسله والو جبهو څخه ده چې د ۱۴۰۰ کال په اسد میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته د دغې ډلې د حکومت پر ضد جوړه شوې ده.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د مخالفو وسله والو جبهو بریدونه زیات شوي دي. د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په څېر ډلې هم په منظمه توګه د طالبانو پر پوستو او ځواکونو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.

دا بریدونه تر ډېره په چریکي ډول او د سړک غاړې ماینونو، لاسي بمونو او ناڅاپي بریدونو په کارولو سره ترسره کیږي. که څه هم دغو ډلو تر اوسه د کومې سیمې د کنټرول توان نه دی لرلی، خو فعالیتونو یې د طالبانو حکومت ته دوامداره امنیتي ننګونه جوړه کړې ده. د طالبانو حکومت معمولاً دا بریدونه کم اهمیته ګڼي او یا یې په اړه چوپتیا غوره کوي.

سرچینه: د افغانستان متحده جبهه

🌐

Author