د افغانستان ملي مقاومت جبهې د وروستیو اوازو په غبرګون کې، له داعش ډلې سره هر ډول اړیکه په کلکه رد کړې او د دې ډلې فعالیتونه یې غندلي دي. دې جبهې دا تورونه د ځان پر وړاندې د "تبلیغاتي کمپاین او اوازو خپرولو" یوه برخه بللې ده.

د دې جبهې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان او داعش "د یوې سکې دوه مخونه" دي او دواړه له یوې ایډیالوژیکې سرچینې څخه تغذیه کیږي. د مقاومت جبهې ټینګار کړی چې د دې دوو ترهګرو ډلو ترمنځ موجوده سیالي تر ډېره د واک، نفوذ او مالي منابعو پر سر ده، نه د عقیدوي اختلافاتو پر بنسټ.

دا جبهه په دې باور ده چې د طالبانو حکومت د خپلو سیاسي او نظامي مخالفینو د بدنامولو په موخه هڅه کوي چې د داعش په څېر د افراطي ډلو فعالیتونه هغوی ته منسوب کړي. د دې جبهې په وینا، طالبان د "دښمن جوړونې" او د یو جعلي ګواښ په رامنځته کولو سره، د خپلو مخالفینو د ځپلو توجیه کولو او د حکومتدارۍ په برخه کې له خپلو ناکامیو څخه د عامه افکارو د اړولو په لټه کې دي.

د ملي مقاومت جبهه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته جوړه شوه، عمدتاً د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو او د طالبانو له مخالفینو څخه جوړه ده. دا جبهه د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د حکومت پر وړاندې وسله والې او سیاسي مبارزې ته دوام ورکوي.

دا اعلامیه په داسې حال کې صادریږي چې په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو نا تایید شویو راپورونو د طالبانو د ځینو مخالفو ډلو او داعش ترمنځ د همکارۍ ادعاوې مطرح کړې وې. د مقاومت جبهې دا ادعاوې بې بنسټه بللې او د افراطیت له هر ډول بڼې سره پر مبارزې یې خپل ټینګار بیا تکرار کړی دی.

د ملي مقاومت جبهې د خپلې اعلامیې په پای کې یو ځل بیا روښانه کړه چې موخه یې په افغانستان کې د خلکو پر اراده ولاړ یو دیموکراتیک نظام رامنځته کول دي او هیڅکله به له هغو ډلو سره همکاري ونه کړي چې د طالبانو په څېر ورته موخې لري.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author