د ترکیې د کډوالۍ ادارې د نویو شمېرو له مخې، د دغه هېواد پولیسو د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۹،۷۱۲ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. دا شمېرې ښيي چې افغانان په ترکیه کې د نیول شویو پناه غوښتونکو په سر کې ځای لري.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې په خپل راپور کې ویلي چې په دې موده کې په ټول هېواد کې د بېلابېلو هېوادونو نږدې ۱۱۰ زره بې اسناده پناه غوښتونکي نیول شوي دي. دا پناه غوښتونکي د معتبرو اقامتي اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.
له افغانانو وروسته، د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن اتباع د نیول شویو کسانو تر ټولو لویه برخه جوړوي. دا شمېرې په ترکیه کې پر پناه غوښتونکو د فشار زیاتوالی ښيي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې په خپل راپور کې د نیول شویو کسانو د برخلیک او د هغو کسانو د کره شمېر په اړه جزئیات نه دي ورکړي چې له دې هېواده شړل شوي دي. خو د بشري حقونو بنسټونو تل له ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو د جبري شړلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۰،۱۳۵ کسان د انسان قاچاق په تور نیول شوي دي. دا موضوع ترکیې ته د کډوالۍ په لارو کې د انسان قاچاق د شبکو پراخ فعالیتونه په ګوته کوي.
د ترکیې پولیس او ساحلي ګارد په دوامداره توګه د پناه غوښتونکو، چې ډېری یې افغان اتباع دي، د نیولو لپاره عملیات ترسره کوي. ډیری دا کسان له نیول کېدو وروسته افغانستان ته د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.
سرچینه: Zarin TV
🌐