سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د پخواني سیمه ییز قوماندان عبدالغني علي پور پخوانی مرستیال، محمدزمان رزمنده، نیولی دی. د سرچینو په وینا، رزمنده د دوشنبې په ورځ د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
طالبانو ته نږدې ځینو رسنیو او کاروونکو راپور ورکړی چې محمدزمان رزمنده له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته ونیول شو. خو د طالبانو رسمي چارواکو تر اوسه د دې نیونې د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.
عبدالغني علي پور چې په «قوماندان شمشېر» مشهور و، د افغانستان په مرکزي سیمو په ځانګړي ډول میدان وردګ ولایت کې یو سیمه ییز قوماندان و. نوموړي د پخواني حکومت پر مهال له دولتي ځواکونو او همدارنګه له طالبانو سره نښتې کړې وې.
علي پور په بهسود ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ له نښتو وروسته یوه وسله واله ډله جوړه کړې وه. په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د هغه د کسانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله یې مرګ ژوبله واوښته او علي پور په کابل کې ونیول شو، خو بېرته خوشې شو.
سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د تېر نظام له نسکورېدو وروسته د علي پور پوځي تشکیلات وپاشل شول او هغه ایران ته ولاړ. د دغو سرچینو په وینا، د هغه وسله والو له هغه وروسته په هېواد کې هیڅ ډول پوځي یا سیاسي فعالیت نه درلود.
یادو سرچینو زیاته کړې چې محمدزمان رزمنده له پخواني جمهوري نظامه وروسته له علي پور سره هیڅ سیاسي یا پوځي اړیکه نه درلوده او د طالبانو له لوري د هغه د نیولو رسمي لامل لا هم نه دی روښانه شوی.
سرچینه: سیمه ییزې سرچینې او طالبانو ته نږدې رسنۍ
🌐