د یوې څېړنیزې ادارې د اټکل له مخې، د «جيټيای ۶» ویډیويي لوبې د خپلې خپرېدو په لومړۍ ورځ تر ۲٫۳۶ میلیارد ډالرو زیات عاید ترلاسه کړی دی. دغه لاسته راوړنه د ویډیويي لوبو په تاریخ کې یو نوی ریکارډ ګڼل کېږي.
دغې لوبې په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۴٫۵ میلیونه نسخې پلورلې دي او پخواني ریکارډونه یې مات کړي دي. دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د نوامبر پر ۱۹مه، تر څه باندې ۱۳ کلونو انتظار وروسته نړیوال بازار ته وړاندې شوه.
جيټيای ۶ د «ګرنډ ټفټ آټو» مشهورې لړۍ نوې نسخه ده چې د راکسټار ګېمز شرکت له خوا جوړه شوې ده. د دې لوبې کیسه په وایسسیټي کې ترسره کېږي چې د امریکا د میامي ښار پر بنسټ جوړ شوی خیالي ښار دی.
لوبغاړي په دې نسخه کې د لوسیا او جیسون په نومونو د دوو مهمو کرکټرونو رول لوبوي چې په وسلهوالو غلاوو او جرمي پېښو کې ښکېل کېږي.
د دې لړۍ پخوانۍ نسخې جيټيای ۵ په ۲۰۱۳ کال کې په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۸۱۵ میلیونه ډالره عاید درلود او په دریو ورځو کې یې پلور له یوه میلیارد ډالرو واوښت. لومړني اټکلونه ښيي چې د نوې نسخې عاید د پخوانۍ هغې نږدې درې چنده زیات دی.
دا لوبه دا مهال د پلیسټېشن ۵ او اکسباکس سري اېکس او اېس کنسولونو لپاره خپره شوې ده او کمپیوټري بڼه یې لا نه ده خپره شوې. د دې لړۍ پنځمې نسخې تر اوسه تر ۲۱۵ میلیونه ډېرې نسخې پلورلې دي.
سرچینه: د څېړنیز شرکت راپور
🌐