د ناسا فضایی ادارې لوی کتابتون چې له ۱۹۵۹ کال راهیسې فعال و، د تل لپاره وتړل شو.
دا پریکړه د امریکا د نوي حکومت د پلانونو یوه برخه ده چې غواړي په دې مرکز کې بدلونونه راولي.
ویل کیږي چې په دې کتابتون کې شته زرګونه علمي کتابونه به له منځه یوړل شي.
دا کتابونه د فضایي څیړنو لپاره ډیر مهم وو. یوازې لږ شمیر کتابونه به ګدامونو ته ولیږدول شي او پاتې نور به ضایع شي.
د امریکا ځینو سیاستوالو په دې کار نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا د ساینس او پوهې پر وړاندې یو ګواښ دی
. خو چارواکي وایي چې ساینس پوهان کولی شي له دې وروسته انټرنیټي منابع وکاروي.