په بغلان کې د طالبانو لخوا له قبر څخه د مقاومت جبهې د غړي «ظفر» د جسد را ایستل او پر هغه ډزې کول، د خلکو کرکه راپارولې ده. د مقاومت جبهې دا یو “بزدلانه جنایت” بللی او پخواني وزیر نورالرحمن اخلاقي دا “له دین څخه تر ټولو بده ناوړه ګټه اخیستنه” یاده کړې ده .
سرچینې وايي طالبانو وروسته له هغه چې په نهرین ولسوالۍ کې د دغه کس د قبر ځای پیدا کړ، جسد یې را وویست او سپکاوی یې ورته وکړ. اخلاقي په خپل غبرګون کې ویلي چې په اسلام کې هیڅ داسې روایت نشته چې له مړي سره داسې وحشت روا وګڼي .
دغې پیښې یو ځل بیا د مخالفینو پر وړاندې حتی تر مرګ وروسته د طالبانو خشنه څیره ښکاره کړه. د بشري حقونو فعالانو او خلکو د دې انساني ضد کړنو په اړه د طالبانو د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده .