د طالبانو رهبر هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې د کابینې په کچه بدلونونه راوستي چې له مخې یې عبداللطیف منصور د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر او محمد یونس اخندزاده د انرژۍ او اوبو وزیر په توګه ټاکل شوي دي .

دا دواړه وزیران مخکې په یو بل ځای کې دنده ترسره کوله او اوس یې ځایونه بدل شوي دي .


د دې فرمان پر بنسټ، عبدالحق همکار د برشنا شرکت د رئیس او عبدالباری عمری د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس په توګه ګمارل شوي دي.

همدا راز محمد یونس راشد د ټولګټو وزارت مالي او اداري معین ټاکل شوی دی .


دا ګمارنې په داسې حال کې کیږي چې ځینې څیړونکي وايي د طالبانو په اداره کې کسان یوازې له یوې چوکۍ بلې ته لیږدول کیږي. د منځني ختیځ انسټیټیوټ راپور ورکړی چې د طالبانو ۹۰ سلنه کابینه له یوه قوم څخه ده او ښځې پکې ونډه نه لري .

طالبان #کابینه #افغانستان #ګمارنې #انرژيوزارت #کلیوپراختیا #هبت_الله #حکومت

Author