د طالبانو د دفاع وزارت یو چارواکي محمد طاهر احرار د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړي او په هغه هېواد کې یې د «اسلامي نظام» د جوړیدو غوښتنه کړې ده .

ښاغلي احرار ویلي چې د پاکستان حکومت له شریعت څخه خبر نه دی او باید د خلکو په زور بدل شي .


دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) هم په ورته هدف د پاکستان له حکومت سره جګړه کوي. شنونکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د پاکستان وسله والې ډلې هیله منې کړي دي .
د کابل او اسلام اباد ترمنځ لفظي شخړې یو ځل بیا زیاتې شوي دي. د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې پر افغان طالبانو باور نه لري او د پوځ ویاند طالبان یو غیرمشروع حکومت بللی، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي .

طالبان #پاکستان #اسلامينظام #دفاعوزارت #افغانستان #ټيټيپي #سیاست #امنیت

Author