د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د طالبانو د سیاستونو د پایلو په اړه جدي خبرداری ورکړی. هغه ټینګار وکړ چې د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې د هغوی پر ننني ژوند اغیز کوي، بلکې د ټول هېواد راتلونکې ویجاړوي .
د ښاغلي بېنټ په وینا، ټول ماشومان او ځوانان باید له تبعیض پرته باکیفیته زده کړو ته لاسرسی ولري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له څلورو کلونو ډېر وخت کېږي چې طالبانو د ټولنې د نیمايي برخې پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي .
د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړه چې طالبانو نه یوازې په دې تګلاره کې بدلون نه دی راوستی، بلکې محدودیتونه یې لا سخت کړي دي. دغه وضعیت د افغانستان د راتلونکو نسلونو د برخلیک په اړه د نړیوالې ټولنې ژوره اندېښنه راپارولې ده .

ریچارډبېنټ #بشريحقونه #افغانستان #طالبان #دنجونوزدهکړې #ملګريملتونه #جنسیتيتبعیض #ښوونځی #پوهنتون #دافغانستان_راتلونکې