د هېواد مشهور ورزشکار جان محمد حیدري چې په «واورین سړي» مشهور دی، یو ځل بیا د ژمي په زړه کې په خپلو سختو تمرینونو سره خبر جوړ کړ.

هغه خپل قدرتي تمرینونه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې په یخ وهلې هوا کې ترسره کړي دي .


دغه پیاوړی ورزشکار وایي چې خپل وروستي تمرینونه یې د سانتي ګراد په منفي ۲۴ درجو کې کړي دي. د هغه موخه د خپل فزیکي چمتووالي لوړول او د غور په غرنیو او سختو شرایطو کې د خپلې وړتیا ښودل دي .


د افغانستان واورین سړي تر دې وړاندې هم حیرانوونکي ریکارډونه ثبت کړي وو، لکه د څو ساعتونو لپاره په بربنډ بدن تر یخ لاندې ویدېدل. هغه تل خپل تمرینونه په واورو پوښل شویو غرونو او د هریرود په یخو اوبو کې ترسره کوي .

واورینسړی #افغانستان #غور #فیروزکوه #افغانورزشکار #یخنی #ریکارډ #جانمحمدحیدری #سخت_تمرینونه #هریرود #ژمی

Author