میلاد یوسف ابراهیم، افغان-هالنډي وګړی، د روتردام ښار د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته نوماند شوی دی.
هغه چې د هالنډ د سوسیال لیبرال ګوند (D66) لخوا معرفي شوی، په لیست کې اتلسم ځای لري او ژمنه یې کړې چې د کور جوړونې بحران هوارولو او له څو کلتوریزې ټولنې څخه د ملاتړ لپاره به کار کوي .
په ورته وخت کې په فرانسه کې، د سوسیالیست ګوند یو بل افغان وګړی رضا رضایي د الفوریل ښار د ښاروالۍ ټاکنو ته نوماند کړی دی.
ښاغلی رضایي چې په ۲۰۰۰ کال کې د کډوال په توګه فرانسې ته تللی و، اوس په دې ښار کې یو فعال سیاسي کادر دی .
د دغو څېرو شتون په اروپایي سیاست کې د افغان ډیاسپورا بریالی ادغام او وړتیا ښيي. د هالنډ د ښاروالۍ ټاکنې د مارچ په ۱۸مه ترسره کېږي او دغه نوماندان د خپلو هېوادوالو د ملاتړ په تمه دي .