افغان خبریال بلال سروري د طالبانو پر یو قومي جوړښت نیوکه کړې او په اکس ټولنیزه شبکه کې یې لیکلي چې بلوچ قوم د میلیونونو نفوس په لرلو سره، د طالبانو په نظام کې په بشپړه توګه له پامه غورځول شوی دی. هغه څرګنده کړې چې په کابل کې یوازې یو ښاروال له دې قوم څخه دی او نور هیڅ کلیدي مقام بلوچانو ته نه دی ورکړل شوی .
سروري زیاته کړې چې طالبانو د جګړې پر مهال د هلمند په بهرامچه غوندې سیمو کې د بلوچانو له ملاتړ څخه ګټه پورته کړه، خو اوس چې واک ته رسېدلي، هغوی ته یې ونډه نه ده ورکړې. د هغه په وینا، بلوچ قوماندانان یوازې په ډېرو ټیټو پوستونو ګمارل شوي او په لویو پرېکړو کې هیڅ رول نلري .
دا نیوکې په داسې حال کې کیږي چې طالبان تل ادعا کوي چې حکومت یې ټولشموله دی. خو د میدان واقعیتونه ښيي چې واک عمدتاً د ځانګړو کړیو په انحصار کې دی او نور قومونه، له هغې جملې بلوچان، هزاره ګان او اوزبیکان څنډې ته شوي دي .
#بلوچ #طالبان #افغانستان #تبعیض #بلال_سروری #سیاست #ټولشموله_حکومت #قومونه