د جورج ډبلیو بوش څیړنیز مرکز په یو نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو نوې جزايي اصولنامه په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ځپلو د بنسټیز کولو یوه هڅه ده.
راپور وایي دا نوي قوانین د مخالفتونو د له مینځه وړلو لپاره جوړ شوي دي.
د دې ارزونې له مخې، یادې اصولنامې د طالبانو مشر ته مطلق واک ورکړی او خلک یې په پټو سترګو اطاعت ته اړ کړي دي.
په دې سند کې بدني سزاګانې او پر ښځو او اقلیتونو محدودیتونه رسمي شوي دي.
حقوقي کارپوهان وایي چې د دې قوانینو پلي کول د قانون واکمني له مینځه وړي. دغه امریکایي بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول چلند به په افغانستان کې ټولنیز واټن نور هم زیات کړي.