د طالبانو عدلیې وزارت په یو پراخ اقدام کې د نږدې ۱۶۰۰ ټولنیزو، مدني او کلتوري بنسټونو د فعالیت جوازونه لغوه کړل . په خپور شوي لیست کې د “حامد کرزي بنیاد”، “ناصر خسرو بلخي بنیاد” او د شیعه ټولنې او ښځو پورې اړوند ډیری معتبر نومونه لیدل کیږي.
طالبانو د دې پریکړې لپاره کوم ځانګړی دلیل نه دی وړاندې کړی، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخکې ادعا کړې وه چې دا اقدامات د فعالیتونو د “منظم کولو” لپاره ترسره کیږي . د حامد کرزي بنیاد چې په ۲۰۱۵ کال کې تاسیس شوی و، د ځوانانو په زده کړو تمرکز درلود او تل یې په خپل غیر سیاسي والي ټینګار کاوه.
دا بندیزونه د افغانستان په مدني ټولنه د سختو محدودیتونو دوام دی. تیره اونۍ د رسنیو د ملاتړو ډیری بنسټونو جوازونه هم باطل شول . څارونکي وايي چې طالبان هڅه کوي د هیواد ټولنیز چاپیریال له هر ډول خپلواک او له حکومت سره نه تړلي جوړښت څخه پاک کړي.