په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاالله زید اعلان وکړ چې د محمد یوسف وفا د ولایت پر مهال په دې ولایت کې ۳۰ نوي جوماتونه جوړ شوي دي . د هغه په وینا، د ۲۰ جوماتونو کار بشپړ شوی او ۱۰ نور په وروستیو پړاوونو کې دي.
له دې جوماتونو څخه یو د “حیرتان شهدای” په څلور لارې کې د طالبانو د بنسټ ایښودونکي “ملا محمد عمر” په نوم نومول شوی دی . همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د ازبکستان په ۶ میلیونه ډالره مرسته یوه لویه دیني مدرسه هم په دې ولایت کې تر کار لاندې ده.
د جوماتونو او دیني مدرسو په جوړولو د طالبانو تمرکز په داسې حال کې دی چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه لاهم د ښځو پر مخ تړلي دي . منتقدین وايي چې دا ډله د هیواد سرچینې او بهرنۍ مرستې د عامه زیربناوو د پراختیا پر ځای، یوازې د خپلو ایډیالوژیکو اډو د پراخولو لپاره لګوي.

بلخ #مزارشریف #جومات #طالبان #ملاعمر #دینيمدرسې #افغانستان #یوسفوفا

Author