د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له امریکا سره په درېیم پړاو غیر مستقیمو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې تخنیکي ډلې په ویانا کې راټولې شي ترڅو د یوې احتمالي هوکړې په جزیاتو کار وکړي.
عراقچي ټینګار وکړ چې که څه هم اختلافات لا شته، خو دواړه لوري یوې عمومي پایلې ته نږدې شوي دي. هغه وویل چې د بندیزونو لیرې کول د هرې هوکړې اساسي برخه ده او په دې وروستیو خبرو کې په جنیوا کې د بندیزونو پر لیرې کولو مفصل بحثونه شوي دي.
بلخوا امریکا ویلي چې دوی به هیڅکله اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. خو تهران بیا په وار وار ویلي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او د وسلو د جوړولو نیت نه لري.

ایران #امریکا #اټوميخبرې #عراقچي #بندیزونه #نړیوالخبرونه #جنیوا #ویانا #سیاست #دیپلوماسي

Author