د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر، عطاالله تارر اعلان کړی چې له طالبانو سره په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۵۸۳ طالبان وژل شوي او ۷۹۵ نور ټپیان دي.

د هغه په وينا، پاکستاني ځواکونو د طالبانو لسګونه پوستې، ټانکونه او پوځي وسايط له منځه وړي او په افغانستان کې دننه يې ٦٤ هوايي بريدونه کړي دي.

طالبانو تر اوسه د پاکستاني چارواکو د دې ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

#طالبان #پاکستان #پوله #نښته #افغانستان #مرګ\_ژوبله #تازه\_خبرونه

Author