د امریکا د مهاجرت ادارې تایید کړه چې محمدنذیر پکتیاوال، ۴۱ کلن افغان پناه غوښتونکی، روغتون ته له لېږدولو وروسته مړ شو. هغه د ساه لنډوالي او د سینې د درد شکایت وکړه او سمدستي روغتون ته ولېږدول شو.

د مهاجرت ادارې زیاته کړه چې د مارچ په ۱۴ مه، د ناري د خوړلو پر مهال، طبي کارکوونکو د هغه د ژبې پړسوب ولید، خو د طبي هڅو وروسته، د هغه مرګ اعلان شو. پکتیاوال یوه ورځ په توقیف کې و او د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری و چې له ۲۰۰۵ راهیسې یې د امریکا له ځواکونو سره کار کاوه.

هغه دولسم پناه غوښتونکی دی چې په دې کال کې د امریکا د مهاجرت د ادارې په توقیف کې مړ کېږي. تېر کال ۳۱ کسان د توقیف وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په دوو لسیزو کې ترټولو لوړه کچه ده. #امریکا #افغان\_پناه\_غوښتونکي #مهاجرت #بشري\_حقونه

Author