د روسیې ایزوستیا ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره د شخړو د هوارولو لپاره د مسکو د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده. په روسیه کې د پاکستان سفیر دا موضوع په رسمي ډول تایید کړې ده.
د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي چې اسلام اباد له مسکو غوښتي چې د تاوتریخوالي په کمولو کې ډیر فعال رول ولوبوي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د دواړو لورو ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستان د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونو ته په پام سره د اوربند سره موافقه کړې ده. د دې کار موخه د سوله ییزو خبرو اترو لپاره د لارې هوارول دي. #پاکستان #روسیه #طالبان #سوله