د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت اعلان کړی چې په تېره یوه اونۍ کې له اتیا ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي. دا کسان تازه له بنده خوشې شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان د اوسېدو د اسنادو د ستونزو له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو. د طالبانو حکومت زیاته کړې چې د پاکستان په زندانونو کې د دې کسانو د بند موده متفاوته وه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم لسګونه افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي وو. تل په بهر کې د بندي افغانانو وضعیت ته د نه پاملرنې له امله نیوکې شوې دي.
🌐 #افغانستان #کډوال #پاکستان