د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اروپا له کمېسیون څخه غوښتي چې بروکسل ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د بلنې پلان لغوه کړي. دې بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول اقدام هغه چا ته مشروعیت ورکوي چې د رسنیو د ځپلو مسوولیت لري.
په دې کمېټه کې یوه مسوول تام ګېبسن دا بلنه د شرم وړ بللې ده. هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر رسنیو فشار راوړي، اروپا ته د هغوی بلل نړیوالې ټولنې ته ناسم پیغام استوي.
ټاکل شوې چې دا ناسته له اروپا څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره جوړه شي. اروپایي ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او هر ډول اړیکې یې د بشري حقونو له رعایت سره تړلې دي.
#اروپايي\_ټولنه #طالبان #خبریالان
🌐