د کډوالو په چارو کې د طالبانو حکومت د عالي کمیسیون وروستۍ شمېرې ښيي چې د افغان وګړو د جبري ایستلو لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام لري. د دغو راپورونو پر بنسټ یوازې په تېره یوه اونۍ کې له پنځلس زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

د دې تر څنګ شاوخوا یو زر او شپږ سوه نور افغان کډوال له ایران څخه هم په جبري او داوطلبانه توګه ایستل شوي دي. دا کسان د تورخم سپین بولدک اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې بېرته د افغانستان خاورې ته دننه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم تر دې وړاندې ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې سلګونه زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. په دغو راستنو شویو کسانو کې زرګونه کورنۍ ښځې او ماشومان شامل دي چې په کور دننه بیړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

#کډوال #افغانستان #پاکستان #ایران

🌐

Author