پاکستاني پوله ساتونکو د تورخم دروازه، چې مخکې یوازې د افغان کډوالو د شړلو لپاره خلاصه وه، بېرته تړلې ده. دا دروازه د عاشورا او محرم میاشتې د ورځو په درناوي د دوو ورځو لپاره تړل شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې دا لاره به د شنبې په ورځ بېرته د ایستل شویو کډوالو پر مخ پرانیستل شي. تورخم د تېر کال راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د سرحدي نښتو له امله د سوداګرۍ او عامو مسافرو پر مخ تړلی پاتې دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې موقتي بندیز په اړه څه نه دي ویلي. د دواړو لورو د چارواکو ترمنځ له څو پړاوونو خبرو اترو سره سره، تر اوسه د دې مهمې سوداګریزې لارې د بشپړ پرانیستلو لپاره کومه هوکړه نه ده شوې.

🌐 #افغانستان #کډوال #تورخم

Author