په کندهار ولایت کې د طالبانو حکومت والي شیرین آخند وویل چې د جګړې پر مهال ځانمرګي بریدګر د پوهنتونونو له محصلینو څخه جذب کیدل. هغه ټینګار وکړ چې اوس د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی دی.
د طالبانو حکومت دې چارواکي د کندهار پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله. په دې مراسمو کې د دوی د مشر یو پیغام هم لوستل شو چې د شریعت پر بنسټ د ټولنې پر اداره کولو یې ټینګار کاوه.
د طالبانو حکومت مشر خبرداری ورکړی چې له مشرانو نافرماني د فتنې لامل کیږي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د چارواکو او سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ د کورنیو اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.
#افغانستان #پوهنتون #کندهار
🌐