د شکنجې پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې افغانستان د شکنجې د خورا لوړ خطر په کټګورۍ کې دی. خپل سري نیونې او د بشري حقونو سرغړونې د دې ارزونې اصلي لاملونه دي.

دې راپور د ۳۹ هیوادونو وضعیت څیړلی او افغانستان یې د نړۍ یو له خطرناکو ځایونو څخه بللی دی. د استخباراتو کارکوونکي په توقیف ځایونو کې د شکنجې لپاره له وهلو او بریښنايي شاکونو څخه کار اخلي.

په هیواد کې خپلواک قضایي سیسټم له منځه تللی او مدافع وکیلانو ته د بندیانو لاسرسی خورا محدود دی. د شکنجې پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر دې وضعیت ډیره څارنه ولري.

#افغانستان #بشري\_حقونه #شکنجه

🌐

Author