په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتېدو سره په کابل، هرات او بادغیس ولایتونو کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي. هېوادوال وايي چې د یو کیلو ګازو بیه پنځه اویا افغانیو او د یو لیتر پټرولو بیه پنځه اتیا افغانیو ته رسېدلې ده.

ځايي اوسېدونکي شکایت کوي چې دې وضعیت د تګ راتګ لګښتونه او د خوراکي توکو بیې هم لوړې کړې دي. دوی د طالبانو حکومت څخه غواړي چې په بازارونو کې د سون توکو د احتکار او ګران پلورلو مخه ونیسي.

افغانستان هره ورځ میلیونونو لیتره سون توکو ته اړتیا لري چې زیاته برخه یې له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردېږي. پر وارداتو تکیه د دې لامل شوې چې کورنی بازار د نړیوالو بدلونونو پر وړاندې زیان منونکی اوسي.

#اقتصاد #سون\_توکي #افغانستان

🌐

Author