د تاشکند د سوداګرۍ غونډه کې د اوزبیکستان او قزاقستان اقتصادي فعالانو د افغانستان، سوریه او عراق بازارونو ته د ګډو صادراتو پر سر موافقه وکړه. د دې موافقې هدف د افغانستان سره د ۳ میلیارد ډالرو سوداګریز هدف ته رسیدل دي.
قزاقستان د دې کال د لومړیو اووه میاشتو صادرات د تیر کال ټولو صادراتو سره برابر شوي او شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي. همدارنګه د افغانستان له کانونو د خام موادو د وارداتو لپاره جدي خبرې روانې دي، چې د اوزبیکستان د المالیق د معدن لپاره د روي ډبرې شاملیږي.
د لوجستیک په برخه کې، دواړو هیوادونو د ترکیې د خالي کامیونونو د ظرفیت کارولو وړاندیز وکړ. کلنه شاوخوا ۳۵۰ زره ترکي کامیونونه له دې لارې تیریږي او د هغوی موټروانانو ته د ترکمنستان د ترانزیت ویزه نه لازمیږي.
#افغانستان #قزاقستان #اوزبیکستان #سیمه\_ییزه\_سوداګري #صادرات
🌐