د نړیوال جنایي محکمې د دوهم مقدماتي شعبې قضاتو له څارنوالانو وغوښتل چې د طالبانو د جنسیتي ظلم پورې اړوند تورونه د جلا تحقیقاتو په چوکاټ کې وڅیړي. دا پریکړه د ۲۰۲۶ د جولای د مېاشتې په منځ کې د درې قضاتو له خوا صادره شوه.
قضاتو ټینګار وکړ چې د طالبانو اقدامات د ۲۰۲۱ د اګست د واکمنۍ له بیا راتګ وروسته له جګړه ییزو تاوتریخوالیو سره «بنسټیز توپیر» لري. نوي تورونه زیاتره د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیاستونو او محدودیتونو پورې اړه لري.
محکمې پخوا د هبت الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني لپاره د نیولو حکمونه صادر کړي دي. د محکمې د څارنوالۍ دفتر تر اوسه د جلا تحقیقاتو د پیلولو پر سر وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړې.
#نړیوال\_جنایي\_محکمه #طالبان #د\_ښځو\_حقوق #افغانستان
🌐