د مولدوا ولسمشره مایا ساندو د طالبانو پلاوي سفر خپل هیواد ته «شرمونکی» وباله او خبرداری یې ورکړ چې هغه چارواکي چې د دې سفر زمینه یې برابره کړه، د انضباطي اقداماتو سره به مخ شي. دا سفر د اوسنۍ اونۍ په پیل کې ترسره شوی و.

د مولدوا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه ورځ تایید وکړ چې د طالبانو د کرنې وزارت پلاوي ته یې ویزې ورکړې، خو ټینګار یې وکړ چې د پلاوي د غړو سره به هیڅ رسمي دوه اړخیز لیدنه ونه شي. لومړي وزیر هم دا سفر «شرمونکی او ناقابل قبول» بللی و.

ساندو وویل چې د کرنې وزارت چارواکو دا نه وه ګورلي چې د افغان حکومت پر وړاندې د مولدوا سیاست څه دی. مولدوا د طالبانو حکومت نه پیژني او د دوی پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو پابنده ده.

#مولدوا #طالبان #ډیپلوماسي #افغانستان

🌐

Author