د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو طریقه «ویجاړونکې» او د امریکا د تاریخ «تور داغ» وباله.
روبیو دا بیانیه د کابل هوایي ډګر د انتحاري برید د پنځمې کلیزې پر مناسبت خپره کړه؛ هغه برید چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ مه وشو او پکې ۱۳ امریکایي عسکر، له ۱۶۰ زیاتو افغان ملکیانو ووژل شول او ۴۵ نور امریکایي عسکر ټپیان شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د ټرامپ حکومت ژمن دی چې د دغه برید د قربانیانو یادګاري وساتي او هیڅکله به اجازه ورنکړي چې بیا داسې «خیانت» د امریکایي ځواکونو سره وشي.
#افغانستان #کابل\_هوایي\_ډګر #روبیو #امریکا\_وتل