د آلمان رسانه «ان ډي آر» افشا کړه چې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی آلمان ته تللی او درې اونۍ به هلته پاتې شي. دا ماموریت تر اوسه له آلماني ولس نه پټ ساتل شوی و.
پلاوی تیره چهارشنبه آلمان ته ورسید، د قطر له لارې چې هلته یې د آلمان له سفارت نه ۳۰ ورځنۍ ویزې واخیستې. اوس مهال د برلین د افغانستان سفارت کې اوسي او بن او میونخ ته هم سفر کوي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي شتون تایید کړ او وویل چې دا ماموریت د افغان وګړو د شړلو سره تړاو لري. د بشري حقونو مدافعین دا کار «د طالبانو سپینول» بولي او د دې د ودرولو غوښتنه کوي.
#طالبان #آلمان #افغان\_مهاجرین #شړل\_کیدل
🌐