د افغانستان د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر کریم خرم د کونړ او هلمند پر ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه وغندل. نوموړي په یوه توند غبرګون کې د افغانستان په اړه د اسلام اباد سیاستونه «اسرائیل ډوله» وبلل او خبرداری یې ورکړ چې دا چلند به د پاکستان لپاره تاریخي او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

ښاغلي خرم د جمعې په ورځ، د میزان په نهمه، پر ټولنیزه شبکه اکس په یوه یادښت کې ولیکل: «د پاکستان چارواکي په اسرائیل ډوله سیاست سره خپل ملت ته تاریخي دښمني اخلي او نه جبرانېدونکی زیان اړوي.» دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت تایید کړې چې په دې هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي، خو پاکستان دا ادعا رد کړې او وايي چې ترهګریز اهداف یې په نښه کړي دي. کریم خرم دې موضوع ته په اشارې سره پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ د رامنځته کولو او پاللو مسؤل وباله.

هغه په خپل یادښت کې زیاته کړه چې دا پاکستان دی چې په سیمه کې یې ترهګرې ډلې رامنځته کړي او ملاتړ یې کړی دی. دا تور د پخواني افغان حکومت د چارواکو او ځینو شنونکو لخوا په وار وار لګول شوی دی. دوی په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره د افراطي ډلو ملاتړ کوي.

خرم ټینګار وکړ چې د دې سیاستونو دوام نه یوازې د سیمې سوله او ثبات ګواښي، بلکې په پای کې به پخپله پاکستان ته هم زیان ورسوي. هغه خبرداری ورکړ چې افغانان به دا ډول کړنې هېر نه کړي او دا سیاستونه د دواړو ملتونو ترمنځ د ژورې او تاریخي دښمنۍ لامل کیدای شي.

دا غبرګون د افغان سیاسي شخصیتونو لخوا د غندنې د یوې څپې په ترڅ کې راغلی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری بللی او له پاکستانه یې غوښتي چې د دښمنانه تګلارو پر ځای د تعامل او ښه ګاونډیتوب لاره خپله کړي.

سرچینه: اکس ټولنیزه شبکه

🌐

Author