د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سې شنبې په سهار د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد. دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بلنه ترسره شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی ګوتریش به د اکتوبر له ۶مې تر ۸مې (د تلې له ۱۵مې تر ۱۷مې) په دغه هېواد کې وي. دا سفر د مهمو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د خبرو اترو او همدارنګه د پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت برابروي.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره لکه ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او اسحاق ډار سره وګوري. هغه به د پاکستان د پوځ له لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر سره هم لیدنه وکړي.
د ښاغلي ګوتریش د سفر په پروګرام کې په هند او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو ډلې (UNMOGIP) له مرکز څخه لیدنه او د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي او د ژر خبرداري سیسټمونو په اړه د پاکستان د ناورین مدیریت ملي ادارې په مرکز کې د راپور ترلاسه کول هم شامل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې سفر په ترڅ کې به د څو اړخیز پالیسۍ، نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د اسلام اباد هڅې او د پېښو په وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دغه هېواد اقدامات په ګوته شي. دا موضوعات د اقلیمي بدلون په وړاندې د پاکستان زیانمنتیا ته په کتو سره ځانګړی اهمیت لري.
دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه پاکستان ته د انتونیو ګوتریش دوهم سفر دی. هغه لومړی ځل په ۲۰۲۰ کال کې دغه هېواد ته سفر کړی و. د هغه دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د سرمنشي په توګه د هغه لس کلنه دوره د ۲۰۲۶ کال د دسمبر په ۳۱مه پای ته رسیږي.
سرچینه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
🌐