د کابل په لویدیځ کې د خاتم الانبیاء د کلتوري او مذهبي مرکز مسوول، حسن فاضل زاده، د طالبانو له خوا تر نیول کیدو وروسته اعلان وکړ چې د دغه مرکز په اړه د دغې ډلې د عدلیې وزارت له پرېکړې څخه "بشپړ رضایت" لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ځینې سرچینې وایي نوموړی د دغه رضایت څرګندولو ته اړ کړل شوی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو د سنبلې میاشتې په وروستیو کې د شیعه ګانو پر دغه ستر مرکز برید وکړ، هغه یې وتړلو او ښاغلی فاضل زاده یې ونیولو. تر خوشې کیدو وروسته، هغه د طالبانو د قومونو او قبایلو له وزیر نورالله نوري سره د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې دا څرګندونې وکړې.
ښاغلي فاضل زاده په جاغوري کې په یوه غونډه کې وویل: "د عدلیې وزارت له توضیحاتو او څیړنو څخه بشپړ رضایت لرم او پریکړه عادلانه او د تایید وړ ګڼم." هغه همداراز د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي چلند "خواخوږی او ډاډبښونکی" وباله.
دغه شیعه دیني عالم زیاته کړه چې "ځینو مغرضو جریانونو او کړیو" د دغه مرکز وضعیت د واقعیت خلاف ښودلی دی. خو د موضوع اړوند سرچینې په دې باور دي چې دا څرګندونې له هغه څخه په زور او فشار اخیستل شوې دي ترڅو د دغه مذهبي مرکز په نیولو کې د طالبانو اقدام توجیه شي.
د خاتم الانبیاء مرکز، چې جومات، کتابتون او ښوونیز مرکزونه پکې شامل دي، په کابل کې د شیعه ګانو یو له مهمو کلتوري او مذهبي مرکزونو څخه ګڼل کیږي. دا مجموعه د پخواني شیعه مشر آیت الله فاضل پورې اړه لري او د هغه له مړینې وروسته یې زوی سید حسن فاضل زاده د هغه مدیریت په غاړه درلود.
د طالبانو د یوه وزیر ترڅنګ د ښاغلي فاضل زاده حضور او تر توقیف وروسته د هغه د رضایت څرګندول، د مذهبي مشرانو د خپلواکۍ او امنیت او د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې د لږکیو د کلتوري-مذهبي مرکزونو د برخلیک په اړه جدي پوښتنې او اندیښنې راپورته کړي دي.
سرچینه: Zarin TV
🌐