د افغانستان د ازادۍ جبهې د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د یوې چاودنې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د یوه قومندان په ګډون یې څلور طالبان وژلي دي. دې جبهې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا برید د هایلکس ډوله موټر په وړاندې یو "هدفي عملیات" و.

د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي چې وژل شوی طالب قومندان له څه مودې راهیسې د دې جبهې د ځواکونو تر څارنې لاندې و، خو نوم یې نه دی اخیستل شوی. دې جبهې پر طالبانو تور لګولی چې له دې برید وروسته یې په وارخطایۍ سره د ملکي وګړو په نیولو او ځورولو لاس پورې کړی او د ډار او وحشت فضا یې رامنځته کړې ده.

دا ادعاوې په داسې حال کې کیږي چې طالب چارواکي د پېښې په اړه متفاوت روایت لري. په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ویاند دفتر تایید کړه چې چاودنه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شویو توکو له امله وه، خو ویلي یې دي چې هدف یې کرولا ډوله موټر و او په نتیجه کې یې دوه ملکي وګړي سرسري ټپیان شوي دي.

د نیونو په اړه هم ضد و نقیض راپورونه شته. د طالبانو پولیسو د څلورو شکمنو کسانو د پېژندلو او نیولو خبر ورکړی، خو په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې طالب ځواکونو د دې پېښې په تړاو تر ۴۰ ډېر ځايي اوسېدونکي نیولي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، دا چاودنه په داسې سیمه کې شوې چې سهار وختي مزدوران پکې راټولېږي. سرچینو زیاته کړه چې له چاودنې وروسته طالب ځواکونو د خلکو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

فیض اباد ښار په دې وروستیو کې د څو چاودنو شاهد و، چې په دغه ولایت کې د نا امنیو او د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی په ګوته کوي.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author