د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، روسیه، هند او ایران د افغانستان په اړه پر دوه مخي سیاست تورن کړل او له هغوی یې وغوښتل چې "دوه مخې لوبې" پریږدي. هغه د چهارشنبې په ورځ پر اکس ټولنیزه شبکه ولیکل چې دا هېوادونه باید د "څو تابعیته ډلو" د ملاتړ پر ځای، د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

حکمتیار ادعا وکړه چې دغو دریو هېوادونو په تېر کې د افغانستان په "اشغال" کې له امریکا سره مرسته کړې وه او اوس هم د امریکا له ګټو سره سم سیاستونه پرمخ وړي. هغه له دې هېوادونو وغوښتل چې د افغان ولس او د سولې د بهیر ترڅنګ ودریږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د حزب اسلامي مشر داسې دریځ نیسي. هغه تر دې وړاندې هم د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د طالبانو له مخالفینو سره د دې هېوادونو د نږدېوالي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه. د هغه په ادعا، دغو هېوادونو په ۱۳۷۰ لسیزه کې د شمال له متحدې جبهې سره پوځي او سیاسي ملاتړ کاوه.

ښاغلي حکمتیار د طالبانو د حکومت پر بهرني سیاست هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا ډله د خپلو ادعاوو برخلاف، په نړیواله کچه هیڅ باثباته او د باور وړ متحد نه لري. هغه په ورته وخت کې یو ځل بیا د خبرو اترو او ټاکنو له لارې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او د واک انحصار یې وغانده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې مسکو، بیجینګ او تهران په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې د پام وړ پراخې کړي دي. روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، هند خپل اقتصادي تعاملات زیات کړي او ایران هم، سره له دې چې په رسمي توګه یې په رسمیت نه دی پېژندلی، له کابل سره پراخې ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې لري.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author