د افغانستان د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ، د میزان په ۱۵مه، اعلان وکړ چې د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې په یوه نښته کې ۱۱ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا نښته وروسته له هغې پیل شوه، چې طالب جنګیالیو د دغې جبهې د کومانډو پر پوستو برید وکړ.
د ازادۍ جبهې د اعلامیې له مخې، طالب ځواکونو په وروستیو ورځو کې "له ماتې او درنو تلفاتو وروسته" د چهارشنبې په سهار یو ځل بیا په کامدیش کې د دې جبهې پر ځواکونو برید وکړ. دغه جبهه ادعا کوي چې ځواکونو یې دغه بریدونه په شا تمبولي او په "پراخ او همغږي" ځوابي برید سره یې طالب جنګیالي شاتګ ته اړ کړي دي.
د ازادۍ جبهې په دې نښته کې خپلو ځواکونو ته د اوښتو احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي. په ورته وخت کې، ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته په نورستان کې د طالبانو او ازادۍ جبهې ترمنځ د نښتو پخلی کړی دی. خو د طالبانو د تلفاتو او د سیمو د کنټرول په اړه د دې جبهې ادعاوې لا هم د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.
د طالبانو دې مخالفې جبهې دا ادعا هم کړې، چې کومانډو ځواکونه يې د کامدېش په هغو سيمو کې چې د دوى په وينا "ازادې" شوې دي، په خپلو سنګرونو کې "فعال او پياوړى حضور" لري. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازادۍ جبهې ځواکونه د کامدېش په کلیو او شاوخوا سیمو کې پر وضعیت بشپړ کنټرول لري.
د ازادۍ جبهې په وینا، طالبانو خپل ټپیان د کامدیش ولسوالۍ او د نورستان مرکز پارون ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي. دا ادعا هم په خپلواکه توګه نشي تاییدیدلی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په دې وروستیو کې په څو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت پر ضد خپل بریدونه پراخ کړي دي. دغې جبهې د چهارشنبې په ورځ په بدخشان او کاپیسا ولایتونو کې هم پر طالبانو د دوو نورو بریدونو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه چې په دغو دوو بریدونو کې یې لږ تر لږه اوه تنه طالب جنګیالي وژلي دي.
سرچینه: افغانستان انترنشنل
🌐