د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اعلان وکړ چې د یمن په شمال کې یې د صعده په ولایت کې د حوثي یاغیانو د توغندیو یو ډیپو له منځه وړی دی. د العربیه خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا برید د حوثیانو د مرکزونو په وړاندې د ائتلاف د پوځي عملیاتو د پراخولو په لړ کې ترسره شوی دی.

دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې ائتلاف د یمن په پلازمینه صنعا کې د توغندیو د توغولو د یوې سکو د ویجاړولو خبر ورکړی و. په وروستیو ورځو کې د ائتلاف د ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ نښتې سختې شوي او دواړو خواوو د یو بل پر مرکزونو بریدونه پراخ کړي دي.

په مقابل کې حوثیانو هم اعلان کړی چې سعودي عربستان یوازې په ۲۴ ساعتونو کې د صعده په ګډون د یمن پر بېلابېلو سیمو ۶۶ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي. دا شمیره په خپلواکه توګه نشي تاییدیدلی، خو د جګړې شدت په ګوته کوي.

په ورته وخت کې، حوثیانو د سعودي عربستان په خاوره کې دننه پر اهدافو خپلو توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی دی. دا بریدونه اکثرا د تیلو زیربناوې او ملکي سیمې په نښه کوي او په سیمه کې یې کړکیچ زیات کړی دی.

په یمن کې جګړې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې پیل شوې، په نړۍ کې یو له بدترینو بشري ناورینونو څخه رامنځته کړی دی. د سعودي په مشرۍ ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د یمن د نړیوال رسمیت لرونکي حکومت د ملاتړ لپاره دې جګړې ته داخل شو.

د سیاسي حل لارې موندلو لپاره د نړیوالو هڅو سره سره، جګړه لاهم روانه ده او په میلیونونو یمنیان له لوږې، ناروغیو او بې ځایه کیدو سره مخ دي. په دې وروستیو کې د جګړو زیاتوالی د اوربند هیلې کمزورې کړي دي.

سرچینه: العربیه

🌐

Author