د طالبانو تر کنټرول لاندې د برښنا شرکت او د ایران د «توانیر» شرکت استازو د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د پنځه کلن همکاریو تړون د نهایي کولو لپاره خبرې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه، راپور ورکړی چې دا تخنیکي غونډه د تړون د محتوا د څېړلو، تخنیکي ارزونو او د برېښنا په برخه کې د ګډو همکاریو د نهایي کولو په موخه جوړه شوې وه.
د راپور له مخې، په دې ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان د برېښنا په سکتور کې د تخنیکي مطالعاتو د بشپړولو او پانګونې په اړه بحث او خبرې کړې دي. افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا د پوره کولو لپاره د ایران په ګډون پر ګاونډیو هېوادونو ډېره تکیه کوي.
په افغانستان کې د برېښنایی تجهیزاتو تولید او په تخنیکي برخو او د ظرفیت لوړولو کې ګډې همکارۍ هم د دې تړون له مهمو برخو څخه دي. دا همکاري کولی شي په اوږد مهال کې پر وارداتو د افغانستان د انحصار په کمولو کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې ده چې د همکارۍ د تړون او د برېښنا د پېرودلو د پنځه کلن قرارداد وروستۍ بڼه به په نږدې راتلونکي کې د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شي.
سرچینه: باختر آژانس
🌐