د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر نیکولا بلومو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه، راپور ورکړی چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام، د همکاریو پر پراختیا او له نشه يي توکو سره پر مبارزې خبرې کړې دي.
د افغانستان امنیتي وضعیت او د ګډو او مثبتو موضوعاتو پر بنسټ د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل پراخول د دې لیدنې نور مهم ټکي وو. اروپايي ټولنه له افغانستان سره یو له سترو بشري مرستندویانو څخه ده، خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.
د راپور له مخې، حقاني په افغانستان کې د نیکولا بلومو د ماموریت له پیل څخه هرکلی کړی او د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې یې "مثبتې" بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سراج الدین حقاني نوم لا هم د ملګرو ملتونو او امریکا په تور لېست کې دی، چې دا له طالبانو سره د نړۍ د رسمي تعامل پر وړاندې یو لوی خنډ دی.
په پای کې دواړو خواوو د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل پر ساتلو او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
سرچینه: باختر آژانس
🌐