له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د تلې له ۱۷مې تر ۲۲مې پورې په افغانستان کې د هوا حالاتو وړاندوینه کړې ده. په دې وړاندوینه کې وچکالي، ورښتونه، سېلابونه او د تودوخې وضعیت څېړل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله د غیرعادي وچکالۍ وضعیت ښه شوی دی. خو په جنوبي او لوېدیځو سیمو کې به وچ شرایط حاکم وي، چې دا به د کرنې او اوبو پر سرچینو منفي اغېز ولري.
د ورښتونو په برخه کې، په ختیځ او شمال ختیځ کې د ۵ تر ۲۵ ملي
مترو پورې د ورښت اټکل شوی دی. ادارې خبرداری ورکړی چې که بارانونه دوامداره او یا شدید وي، د ناڅاپي سېلابونو خطر شته. په مرکزي لوړو سیمو کې د سپک باران او په لوړو ارتفاعاتو کې د واورې د ورېدو امکان هم شته دی.
د تودوخې په اړه ویل شوي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې به د تودوخې درجه له نورمالې کچې ۱ تر ۴ درجو پورې لوړه وي. په نیمروز ولایت کې د تودوخې درجه ښايي له ۳۵ درجو څخه واوړي.
برعکس، په شمال ختیځو غرنیو او مرکزي لوړو سیمو کې د شپې له خوا د تودوخې درجه تر صفر ټیټېدای شي. د تودوخې دا ډول بدلونونه د کرنې او عامې روغتیا لپاره ستونزې جوړولی شي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې له خلکو، په ځانګړې توګه په زیانمنونکو سیمو کې، غوښتي چې د سېلابونو او د تودوخې د سختو بدلونونو په څېر احتمالي خطرونو لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
سرچینه: له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره
🌐