د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې اسلام اباد له داعش خراسان څانګې سره اړیکې لري. دا لفظي شخړه د پولې د امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې پر سر د دواړو هېوادونو د اختلافاتو دوام دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ساجد حیدرخان د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، "اسلام اباد له داعش خراسان سره د اړیکو ادعا ردوي او په بدخشان او نورستان کې د وضعیت مسؤولیت د طالبانو پر غاړه دی." هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسلهوالې ډلې په افغانستان، په ځانګړي ډول کابل کې، خوندي پټنځایونه لري.
دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې امیرخان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې په ضمني توګه له داعش سره د ځینو هېوادونو اړیکو ته اشاره کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز د ګډې اعلامیې پرته د مسکو غونډې د پای ته رسېدو په اړه وویل چې د طالبانو پلاوي د تېرو کلونو د اعلامیې له متن سره موافقه ونه کړه او له خپل پخواني دریځ څخه یې واټن واخیست.
د حیدرخان په وینا، دا اختلاف "یوه اساسي مسله وه، نه یوازې د الفاظو پر سر اختلاف." خو هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل. روسي چارواکو هم مخکې د اعلامیې د نه صادرېدو لامل د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ اختلاف یاد کړی و.
پاکستان دا ادعا هم کړې چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو دقیق ځایونه "اړوندو لورو" ته په ګوته کړي او پر افغان خاوره یې وروستي بریدونه پر مشخصو هدفونو او په دقیقه توګه ترسره شوي دي.
د طالبانو حکومت تل د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د ترهګرو امن پټنځایونه شته، او اسلام اباد یې د خپلو پولو په کنټرول کې پر ناتوانۍ تورن کړی دی.
سرچینه: رسنۍ
🌐