د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وايي، چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د سپوږمکۍ د انځورونو په کارولو سره ۲۶ زره او ۸۰۰ هکټاره د مخدره توکو کرل شوې ځمکه پېژندل شوې او کروندې یې له منځه وړل شوې دي.
د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمن منیر وویل، چې د طالبانو د حکومت هڅې او د امنیت ټینګښت د نشه يي توکو د کښت او تولید په کمولو کې مهم عوامل دي. په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ادعا وکړه، چې د مخدره توکو لویه برخه له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېږي.
ښاغلي منیر د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د دوام، د ګمرکونو او پولو د امنیت د ټینګښت او د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ټینګار وکړ. هغه وویل چې دا مبارزه له سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ پرته په بشپړه توګه اغېزمنه نه شي کېدای.
هغه د کوکنارو کښت ته د بېرته راستنېدو د مخنیوي لپاره د بدیل کښتونو پراختیا او له بزګرانو څخه ملاتړ هم اړین وباله. د هغه په وینا، د کروندګرو لپاره د معیشت د فرصتونو برابرول په دې مبارزه کې د بریا لپاره یو اساسي عامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) د روان کال په سرطان میاشت کې راپور ورکړی و چې د طالبانو له خوا د کښت له بندیز وروسته په افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی. د دغه راپور له مخې، د کښت کچه په ۲۰۲۲ کال کې له ۲۳۲ زره هکټارو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټارو ته راټیټه شوې ده.
سره له دې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د تریاکو موجوده زېرمې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي، چې دا لا هم د سیمې او نړۍ لپاره یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي.
سرچینه: متني فایل
🌐