باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغان پخوانیو پوځیانو د ملاتړ دفتر، چې د جنرال اکرام الدین سریع لخوا تاسیس شوی و، تړلی دی. دې دفتر د زرګونو پخوانیو پوځیانو او د هغوی د کورنیو لپاره په ایران کې د استوګنې اسنادو په ترلاسه کولو کې فعالیت کاوه.
د سرچینو په وینا، ایراني چارواکو شاوخوا څلور ورځې وړاندې د دفتر له مسؤلینو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې خپل فعالیتونه ودروي، خو د دې پرېکړې لپاره یې کوم روښانه دلیل نه دی وړاندې کړی. دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې ایران په ورته وخت کې د سلګونو دغو پوځیانو د استوګنې د تمدید لړۍ هم درولې ده.
دا دفتر د کابل له سقوط او ایران ته د پخوانیو امنیتي ځواکونو له پراخې کډوالۍ وروسته د پخواني پولیس قوماندان، جنرال سریع لخوا جوړ شو. که څه هم ښاغلی سریع د ۱۴۰۴ کال په جدي میاشت کې په تهران کې ووژل شو، خو دفتر یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ. یوې سرچینې وویل چې په دې دفتر کې شاوخوا ۱۷ زره پخواني پوځیان ثبت شوي وو.
د دې دفتر تړل کېدل او د استوګنې نه تمدیدېدل، پخواني افغان پوځیان له بې برخلیکۍ او افغانستان ته د شړل کېدو له خطر سره مخ کړي دي. هغوی خبرداری ورکوي چې د بېرته ستنېدو په صورت کې به د طالبانو لخوا د نیول کېدو، شکنجې او حتی وژنې له خطر سره مخ شي.
د سریع دفتر ته نږدې یوې سرچینې تایید کړه چې د سلګونو پوځیانو استوګنه نه ده تمدید شوې او د سیمه ییزو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته د تمدید بهیر سخت شوی و. هغه زیاته کړه چې داسې اسناد شته چې ښيي یو شمېر پخواني پوځیان له ایران څخه له راستنېدو وروسته د طالبانو لخوا نیول شوي، شکنجه شوي یا وژل شوي دي.
دې سرچینې د بېلګې په توګه په بغلان کې د یوه پخواني پوځي وژل کېدو ته اشاره وکړه چې په ایران کې یې د استوګنې له نه تمدیدېدو وروسته افغانستان ته ستون شوی و او څو ورځې وړاندې د طالبانو لخوا د خپلې کورنۍ په مخ کې ووژل شو. دا روښانه نه ده چې د ایران په دې سیاست کې بدلون د طالبانو د فشارونو له امله دی که د هغه هېواد د کورنیو تحولاتو له امله. سرچینه: افغانستان اینټرنشنال
🌐