د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې تېره ورځ د بېلابېلو پولو له لارې په مجموع کې ۵۸۸ افغانان، چې ۱۲۰ کورنۍ کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو یوه ویاند، حمدالله فطرت، د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر ۷مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې یوازې د تورخم له لارې ۲۳۴ کسان چې ۴۵ کورنۍ کېږي، افغانستان ته داخل شوي دي.

د دې اعلامیې له مخې، ۱۹ کورنۍ د سپین بولدک، ۳۷ کورنۍ د نیمروز او ۱۹ نورې کورنۍ د اسلام

قلعې له پولو څخه هېواد ته راستانه شوي دي. دا راستنېدنې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او راستنېدو د روانې څپې یوه برخه ده.

دا لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، د راستنو شویو کورنیو د ژوند شرایطو او سرپناه ته د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. ډېری دا کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو، د مناسبې سرپناه موندلو او د ژمي له یخنۍ څخه د ځان ساتلو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د بشري حقونو او مرستندویه بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان د دومره ډېرو راستنېدونکو د جذب ظرفیت نه لري او ډېری یې هېواد ته له ستنېدو وروسته له بېوزلۍ، بېکارۍ او د اساسي خدمتونو له نشتوالي سره مخ کېږي. دا وضعیت په هېواد کې پر محدودو شته منابعو اضافي فشار راوړي.

د هوا په سړېدو سره، بشري مرستو ته اړتیا، په ځانګړې توګه د زیانمنونکو او بې

سرپناه کورنیو لپاره، تر بل هر وخت ډېره احساسېږي. طالبانو حکومت ویلي چې د راستنېدونکو کډوالو چارو ته د رسېدنې لپاره یې کمېټې جوړې کړې دي، خو د اړتیاوو کچه له شته امکاناتو څخه خورا لوړه ښکاري.

نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه هم هڅه کوي چې د دې اړتیاوو یوه برخه پوره کړي، خو په افغانستان کې پراخ اقتصادي او بشري ناورین ته په کتو، د ټولو راستنېدونکو وضعیت ته رسېدنه یوه لویه ننګونه پاتې ده.

سرچینه: د طالبانو حکومت بیانیه

🌐

Author