مایکروسافټ شرکت د درې میاشتنۍ فوق العاده مالي پایلو راپور ورکړی، چې عمدتاً د دې شرکت د کلاوډ خدماتو او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د پام وړ ودې له امله دي. د مایکروسافټ اجراییوي رییس، ستیا نادیلا، د شرکت د راتلونکي په اړه خپله پوره ډاډګیرنه څرګنده کړه.
نادیلا د مالي پایلو له اعلان وروسته، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپلو پوسټونو کې دا دوره د شرکت د مالي کال لپاره "چټک پیل" وباله. د "مایکروسافټ کلاوډ" برخې عاید له ۶۳ میلیارده ډالرو څخه اوښتی او کلنۍ وده یې ۳۰ سلنې ته رسېدلې ده.
هغه د مصنوعي ځیرکتیا د وسیلو پر ودې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د دې وسیلو د کاروونکو شمېر د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیات شوی دی. د کاروونکو رضایت هم د تېرې ربعې په پرتله نږدې ۲۰ سلنه ښه شوی او نوي ریکارډ ته رسېدلی دی.
د مایکروسافټ اجراییوي رییس وویل چې دا شرکت په ټیټه بیه لوړ کیفیت وړاندې کوي. هغه د "آرټیفيشل انالیسس" یوې پرتله ته اشاره وکړه چې ښیي د مایکروسافټ د "فیوژن" په نوم د مصنوعي ځیرکتیا وسیله د سیالانو په پرتله تر ۷۷ سلنې پورې په ټیټه بیه او د هرې دندې لپاره په اوسط ډول د شاوخوا ۵.۵۰ ډالرو په لګښت ورته کیفیت وړاندې کوي.
راتلونکي ته په کتلو، مایکروسافټ پلان لري چې خپل د "ډینامیکس ۳۶۵" سوداګریزې وړتیاوې په مستقیم ډول په "کوپایلټ" مصنوعي ځیرکتیا معاون کې مدغم کړي ترڅو سازمانونو سره د خپلو سافټویر خدماتو په جوړولو کې مرسته وکړي.
سرچینه: مایکروسافټ
🌐