د عدلي طب یوه کارپوه د جفري اپسټین د عدلي طب د انځورونو او اسنادو له یو کلن ارزونې وروسته، په زندان کې د هغه د ځانوژنې رسمي پرېکړه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ډاکټر مایکل فریمن ویلي چې د اپسټین پر غاړه او بدن نښې د دې ښکارندويي کوي چې نوموړی په زور خفه شوی او ښایي له مړینې مخکې جګړه شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې رسمي څېړنو پایله اخیستې وه چې جفري اپسټین په ۲۰۱۹ کال کې په خپل بندخونه کې ځانوژنه کړې وه او په دې پېښه کې د بل چا د لاس لرلو ثبوت نه و موندل شوی.

فریمن څرګنده کړې چې د دار ځړول کېدو نښې معمولاً پر غاړه یو منظم او نرم خط جوړوي، خو د اپسټین د غاړې داغ ژور، نامنظم او په یوه خوا کې د واۍ په بڼه وېشل شوی و.

دغه اسناد د اپسټین ورور مارک دغه کارپوه ته سپارلي وو او نوموړي خپلې موندنې د دوشنبې په ورځ د لندن په مېډل ټمپل حقوقي ټولنه کې وړاندې کړې.

سره له دې، د نیویارک د عدلي طب ادارې ټینګار کړی چې د دوی د ځانوژنې اصلي پرېکړه پر خپل ځای پاتې ده او بدلون نه دی راغلی.

سرچینه: The New York Times

🌐

Author